اطلاعات او کلتور وزارت: لوګر پل عالم ښار کې یوه نوې لرغونې سیمه کشف شوی.

اطلاعات او کلتور وزارت: لوګر پل عالم ښار کې یوه نوې لرغونې سیمه کشف شوی.
2 جنوري 2023
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پُل علم ښار اړوند سپېڅ سیمه کې یې یوه نوي لرغوني سیمه کشف کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی د چارو آمر په داسې حال کې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ریاست درې تنه انجنیران یې ملتیا کوله مرکز ته اړوند د سپېڅ سیمه څخه لیدنه وکړه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم باختر آژانس ته وویل، چې دغه لرغونې سیمه مرکز ته اړوند سپېڅ کلي کوټګی کې موقعیت لري.
صمیم زیاته کړه، چې له دغې سیمې څخه لاسته راغلي معلومات دا ښه یې، چې دغه سیمه لرغونې سیمه ده او باید د دغې سیمې اوسېدونکي یې د ساتنې په برخه کې زموږ له ادارې سره همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده، چې لوګر د نورو تاریخي ځایو تر څنګ خپله جغرافیه کې د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د عینکو د مسو کان د لرغوني سیمې سربېره؛ بره کي برک ولسوالۍ کې د سجاوند او په خروار ولسوالۍ کې د کافرکوټ په نوم لرغونې سیمې لري، چې یادې سیمې نه یواځې د لوګر بلکې د هېواد او سیمې په کچه له مهمو لرغونو سیمه بلل کېږي، چې زرګونه کاله تاریخي مخینه لري.





