د اطلاعاتو وزارت نشراتي معین: هوډ لرو چې د کابل عامه کتابتون لا نور بډایه او د کتابونو له پلوه غني کړو.

د اطلاعاتو وزارت نشراتي معین: هوډ لرو چې د کابل عامه کتابتون لا نور بډایه او د کتابونو له پلوه غني کړو.
11 دسمبر 2022
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین: هوډ لرو چې د کابل عامه کتابتون لا نور بډایه او د کتابونو له پلوه غني کړو.
یادې څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي “مهاجر فراهي” نن د کابل عامه کتابتون څخه د لیدنې پر مهال وکړې، نوموړي وویل، یاد کتابتون د کتابونو یوه لویه ذخیره را یوځای کړې ده.
هغه زیاته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هوډ لري چې یاد کتابتون د کتابونو له پلوه لا نور غني کړي، ښاغلي مهاجر زیاته کړه، چې په دې برخه کې ناشرانو هم راسره د مرستې ژمنه کړې.
د عامه کتابتونو رئیس ښاغلي “قاري عبیدالله حنیف” وویل، د ا.ا په راتګ سره یاد کتابتون ته ډیر کار سوی دی، چې په خبره یې کابو ۱۰ زره کتابونه یې ورته را یوځای کړي او کابو ۱۰ زره یې ولایتونو ته لیږلي، نوموړي زیاته کړه، موږ اراده لرو، چې د یاد کتابتون لپاره د ۳ملیونو نور کتابونه رانیسو.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزیر د “آغا خان” انکشافي شبکې له عمومي رئیس سره وکتل.
هیره دي نه وي، چې د کابل عامه کتابتون چې د استقلال لیسې څنګ ته په ملک اصغر څلور لاري کې موقعیت لري، د هیواد له پخوانیو کتابتونونو څخه دی چې اوسمهال زرګونه کتابونه پکې سته او هر څوک کولای سي، چې پکې مطالعه وکړي.






