د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزیر د “آغا خان”  انکشافي شبکې له عمومي رئیس سره وکتل.

0
190

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزیر د “آغا خان”  انکشافي شبکې له عمومي رئیس سره وکتل.

7 دسمبر 2022

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخوا د “آغا خان” د انکشافي شبکې له عمومي رئیس ښاغلي اکبر پیستاني سره وکتل.

 

په کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر، ښاغلي اکبر پیستاني ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته په هیواد کې د “آغاخان” د انکشافي شبکې کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان تاریخي آبدات او تاریخي ځایونه د ټولي نړۍ مشترک دي؛ ځکه چې ټول یې لیدلو ته راځي، لهذا ساتل او ترمیمول یې هم د ټولو حق دی.

 

وروسته ښاغلي اکبر پیستاني له وزیر صاحب سره په لیدو خوښي وښوده او ويې ویل، چې د تاریخي آبداتو ساتل او تاریخي ودانۍ ترمیمول زموږ لومړیتوبونه دي، موږ هڅه کوو چې د هېواد په کچه تاریخي آبدات او تاریخي ودانۍ خوندي وساتو.

اړوند موضوعات

د افغان دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر د هزاره قوم له ځینو مشرانو سره وکتل.

په پای کې د یاد وزارت سرپرست ملا خیرخواه ورته د خپل اړوند چارو کې د هر راز همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

Leave a reply