د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن په لندن کې میشت افغان ډاکټر او افغان نړیوال خوځښت مشر سره وکتل.

0
91

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن په لندن کې میشت افغان ډاکټر او افغان نړیوال خوځښت مشر سره وکتل.

2 جنوري 2023

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن په لندن کې مېشت افغان ډاکتر او د افغان نړیوال خوځښت مشر محترم حبیب خالد غفاري سره وکتل.

 

لومړی ښاغلي غفاري له هېواده بهر د افغان نړیوال خوځښت په فعالیتونو او موخو خبرې وکړې وې ویل، دوی له هېواده بهر د نورو افغان متخصصینو په مرسته او همکارۍ د افغانانو د بشري وضعیت د بهبود او روغتیایي ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

 

نوموړي وویل، په بهر کې مېشتو ګڼو افغانانو له امریکا غوښتي چې د افغانانو بانکي شتمني ازاده، له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې او له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل لپاره هڅې وکړي.

 

ښاغلي غفاري زیاته کړه: موږ او ملګري مو د افغانانو د روغتیایي ستونزو کمولو لپاره غواړو په کابل کې ستر او معیاري روغتون جوړ کړو.

 

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ وویل، د افغانانو د لاسنیوي، د ستونزو راکمولو او نړیوالو ته د افغانانو د غږ رسولو کې بهر مېشتي افغانان او په ځانګړي ډول متخصصین تاریخي مسوولیت لري.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د میدان وردګ له والي سره د دغه ولایت د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

 

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، اسلامي امارت ټولو بهر مېشتو متخصصینو ته خپل هيواد ته د راتلو بلنه ورکوي، ترڅو د خپلو هيوادوالو خدمت او لاسنیوی وکړي.

Leave a reply