د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د میدان وردګ له والي سره د دغه ولایت د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

0
81

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د میدان وردګ له والي سره د دغه ولایت د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

1 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير نن د ميدان وردګو ولايت والي حافظ محمد امين عمري سره وکتل.

 

د یاد ولایت والي محمد امین د ياد ولايت د وضعيت په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او وې ويل د ميدان وردګو د ولسونو او ځايي ادارو ترمنځ ښه همغږي او همکاري رامنځته شوې ده.

 

هغه زياته کړه: خلک د اسلامي نظام په رامنځته کېدو او سراسري امنيت تامين خوښ دي، دوی د ورورګلوۍ فضا کې ژوند کوي او مؤسسات خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزیر نن ورځ د اکمال تخصص ریاست له رئیس او نورو تخصصي روغتونونو ټرینرانو سره وکتل.

 

مولوي عبدالکبير د یاد ولایت والي څخه د مننې ترڅنګ د هغوی چارې مثبتې وارزولې او د لا ښه کېدو لپاره يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

Leave a reply