کندهار کې د ۸۹ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې غټې پروژې کار پیل شوی.

0
273

کندهار کې د ۸۹ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې غټې پروژې کار پیل شوی.

1 جنوري 2023

د کندهار سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ له رود څخه د کندهار ښار نهمې ناحیې ته د اوبو رسولو او نل غځونې پروژې چارې د ۸۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.

 

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یونیسف ادارې استازي انجنیر ذبیح‌ الله خپلواک وویل، چې په دې ۸ کلیو متره انتقالي پروژه کې څلور برخې شاملې دي، چې د ارغنداب رود سره دریو لویو څاه ګانو کیندل، له همغه ځای لومړۍ زېرمه چي د ۴۵۰ مترو مکعب اوبو وړتیا لري د پمپونو په وسیله اوبه رسول، له لومړۍ زېرمې څخه بیا دوهمې زېرمې ته چې د کندهار په نهمه ناحیه کې شتون لري او د ۶۵۰ مترو مکعب اوبو ځایولو وړتیا لري د بوستر پمپونو په وسیله اوبه رسول او د دوهمې زېرمې څخه د کندهار نهمې ناحیې ته د څښاک پاکې اوبه رسول شامل دي.

اړوند موضوعات

د اوبو رسولو ریاست: کندهار ښار کې زرګونه خلکو ته د پاکو اوبو رسولو پروژې عملي کیږي.

 

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروژې چارې به د یونیسف په مالي ملاتړ د یو کال په موده کې بشپړې شي، چې پر مټ به یې له ۵ تر ۶ زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

Leave a reply