د اوبو رسولو ریاست: کندهار ښار کې زرګونه خلکو ته د پاکو اوبو رسولو پروژې عملي کیږي.

0
213

د اوبو رسولو ریاست: کندهار ښار کې زرګونه خلکو ته د پاکو اوبو رسولو پروژې عملي کیږي.

10 نومبر 2022

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ښار بیلابیلو سیمو کې زرګونه خلکو ته د پاکو اوبو رسولو پروژې عملي کیږي.

د دغه ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د UNDP مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونو ډالرو په لګښت په کندهار ښار کې د لمریزې برېښنا سېستم له لارې د پاکو اوبو رسولو پر ۷ پروژو کارونه روان دي.

اړوند موضوعات

عبدالسلام حنفي : اسلامي امارت په ټول هېواد کې په مساوي توګه د انکشافي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي.

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ريیس مولوي انجینر جانان اغا خالد وویل، چې د کندهار ښار د ډنډ چوک په سیمه کې لمریزې برېښنا سېستم له لارې د پاکو اوبو رسولو پروژو ۶۰ سلنه کارونه بشپړ شوي، چې نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Leave a reply