عبدالسلام حنفي : اسلامي امارت په ټول هېواد کې په مساوي توګه د انکشافي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي.
عبدالسلام حنفي : اسلامي امارت په ټول هېواد کې په مساوي توګه د انکشافي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي.
25 اکتوبر 2022
د ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي: اسلامي امارت د هېواد په ټولو سیمو کې په مساوي او متوازنه توګه د انکشافي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د سرپل ولایت د صیاد ولسوال داملا شېرمحمد فایز سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د صیاد ولسوال د یادې ولسوالۍ د ټولنیز، امنیتي او حکومتولۍ د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، د اسلامي امارت مسوولین توانېدلي په خپلو هڅو له خلکو سره ښې اړیکې ټینګې کړي او د دې ولسوالۍ خلک د حکومتولۍ له ډول او امنیتي وضعیت څخه بشپړ رضایت لري.
نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، ښوونیز بهیر او د دیني مدرسو په برخه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صیاد ولسوال ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، خوښ دی، چې خلک د اسلامي امارت د بیرغ تر سیوري لاندې په امنیت او ارامۍ کې ژوند کوي او چارواکي باید خلکو ته د ښو چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونکړي.
حنفي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د هېواد په ټولو سیمو کې په مساوي او متوازنه توګه د انکشافي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي او په وینا يې اوسمهال په ټول هېواد کې د ښوونیز بهیر او دیني مدرسو د وضعیت د ښه والي په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.