کرنې او مالدارۍ وزارت: سروبي کې د انارو ۱۰ جریبه معیاري بڼ جوړېږي.

0
176

کرنې او مالدارۍ وزارت: سروبي کې د انارو ۱۰ جریبه معیاري بڼ جوړېږي.

1 جنوري 2023

 

د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سروبي ولسوالی د شنې غونډۍ په سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرم (WFP) په مالي ملاتړ د انارو ۱۰ جریبه معیاري بڼ جوړولو چارې پیل شوي دي.

 

د چارواکو په خبره دا بن د روپاني فاونډېشن له خوا جوړېږي او په دې بڼ کې به دوه زره د اناور نیالګي کېنول شي، چې په جوړولو کې ۳۰۰ کسانو ته کار زمینه برابره شوې ده.

 

د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سروبي په ولسوالی کې د کرنې اړوند د نورو پراختیایي پروژو چارې هم په چټکۍ روانې دي، چې پرخپل وخت به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

 

د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د کرنې مدیریت چارواکي وایي، چې د روپاني فاونډیشن له خوا ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرنې اړوند پراختیایي پروژې پیل شوي دي، چې چارې یې ګړندۍ روانې دي، چې یوه یې هم په شنه غونډۍ کې د معیاري بڼ جوړول دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له مدیره پلاوي سره د دې خونې د پیاوړتیا په اړه کتلي.

دغه پروژې په دې ولسوالی کې د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا په پار پلي کېږي.

Leave a reply