د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له مدیره پلاوي سره د دې خونې د پیاوړتیا په اړه کتلي.

0
158

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له مدیره پلاوي سره د دې خونې د پیاوړتیا په اړه کتلي.

7 دسمبر 2022

 

د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې د رئیس حاجی خان محمد فروتن په مشرۍ د یادې خوني له مدیره پلاوي سره کتنه کې د دې خونې پر پياوړتيا او لا غوړېدو بحث او خبرې وکړې.

 

داکټر ملا عبدالواسع یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ووایه او له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره یې د دې ډول کتنو هدف د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د واټن لمنځه وړل وبلل.

 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رئیس حاجي خان محمد فروتن دنورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې اسلامي امارت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له محترم ډاکتر ملا عبدالواسع سره شریک کړل.

 

حاجي خان محمد فروتن د دې ډول غونډو جوړول اړین وبلل او زیاته یې کړه، خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ خونه د خلکو او حکومت ترمنځ حیاتي رول لري. نوموړي دغې خونې ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس نن ورځ د افغانستان د یو شمیر خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره وکتل.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د دوی د وړاندیزونو په مننې وویل، د راتلونکي لپاره به لا ډېرې دغه ډول غونډې ولرو، ترڅو ستاسې وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې په ټاکلي وخت د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریکې شي.

Leave a reply