د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس نن ورځ د افغانستان د یو شمیر خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره وکتل.
د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس نن ورځ د افغانستان د یو شمیر خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره وکتل.
4 دسمبر 2022
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د یو شمېر خیریه بنسټونو مسوولینو سره وکتل.
د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو مرستیال مولوي احمد الله متقي وویل، ارګ د ټولو کور دی موږ ستاسو او ټولو هیوادوالو هره ستونزنه اورو او اړوند مسوولین به یې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل، خوښ یم نن له داسې چا سره غونډه لرو چې اړمنو او مظلومو هیوادوالو ته په خدمت او مرستو رسولو بوخت دي.
نوموړي زياته کړه، تاسو بايد د لنډمهاله مرستو ترڅنګ اوږدمهالي فعاليتونه هم تنظيم او ترسره کړئ، ترڅو هيواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا شي.
همداراز بېوزلو او اړمنو سره د مرستو په برخه کې هم بايد شفافيت په پام کې ونيول شي، ترڅو مرستې اصلي مستحقينو، چې معلولين، کونډې، يتيمان او په ټوله کې اړمن پکې شامل دي، ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه، غربي سازمانونه او رسنۍ د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه وېرونکي راپورونه خپروي، چې هڅه کوي زموږ د خلکو روحيه کمزورې کړي او تاسو کولای شئ د خپلو هيوادوالو په لاسنیوي هغوی ته مورال او روحيه ورکړئ.
د اسلامي امارت مرستيال وياند وويل، خيريه بنسټونه بايد له بېرونيو سازمانونو سره په تعامل کې خپلې خپلواکۍ ته متوجه واوسي او د هيواد لوړو ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په پام په اخلاص د مرستو چارې پرمخ يوسي.
احسان الله نوروزي د قمر خیریه مؤسسې او عبدالحق حقجو او سبحان الله د افغانستان د نورو خیریه بنسټونو په استازیتوب خبرې وکړې او هغوی سره د ا.ا له همکاریو د مننې ترڅنګ یې په شفاف ډول د مرستو وېش ډاډ ورکړ او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، ارګ د ټولو افغانانو کور دی او دا دروازه د ټولو خلکو پر مخ پرانېستې ده.
نوموړي د مرستو رسولو په برخه کې د خیریه بنسټونو د فعالیتونو ستاینې ترڅنګ وويل، ا.ا د خلکو ګټو ته په ارزښت قایل دی او تاسو د ټولنې اړمن او بېوزله قشر ته واقعي خدمتونه ترسره کوئ.
اړوند موضوعات
هغه دېته په اشارې چې افغانستان اوسمهال له مبهم حالت او ستونزو څخه د وتو په حال کې دی او خلک یې مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري، د هېواد له سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې په کور دننه پانګونه وکړي، خیریه بنسټونه دې خپلې مرستې څو برابره او د هېواد په اقتصادي وده کې خپل رول ولوبوي.