د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر تاشکند کې د چین هیواد CRBC شرکت له مسؤلینو سره خبرې اترې کړي.

0
99

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر تاشکند کې د چین هیواد CRBC شرکت له مسؤلینو سره خبرې اترې کړي.

1 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور ازبکستان ته د خپل سفر په لړ کې نن تاشکند کې د چین هېواد د CRBC شرکت له رئيس او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو سره وکتل او د یاد شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو پانګوالو له لېوالتیا څخه خوښي څرګنده کړه او دوی ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله د اوبو او انرژي وزارت له اداري او تخنیکي مسؤلینو سره له نږدې خبرې وکړي.

 

هغه زیاته کړه چې مونږ دې ته تیاریو چې د پانګونې لپاره زمینه درته مساعده کړو.

 

په ورته مهال، یادو پانګوالو هم ومنله چې افغانستان ته راشي او د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

اړوند موضوعات

چین غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري هڅه کوي، ترڅو د افغان او بهرنیو پانګوالو لپاره د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې زمینه چمتو کړي.

Leave a reply