د کابل د پوځي هوايي ډګر په بهرني ساتونکې دروازه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د دې چاودنې په پایله کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو ښاغلي ټکور د وژل شویو او ټپیانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل. د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د دې چاودنې په اړه د دوی پلټنې روانې دي او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
(2023 / 1 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سرچینې په کابل ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکوي. سرچینه زیاتوي، چې دغه چاودنه نن سهار شوې ده. په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، دا چاودنه نن سهار (د جدې ۱۱ مه) د کابل د پوځي هوايي ډګر په څنډه کې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د دې چاودنې په پایله کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اړوند موضوعات:
په عراق کې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۸ پولیس وژل شوي دي.