صنعت وزارت: د تاتارستان او ایران پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

0
250

صنعت وزارت: د تاتارستان او ایران پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

31 دسمبر 2022

د تاتارستان او ایران پانګوالو افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

 

د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر په مشري د کانونو او پټروليم وازرت له استازو او همدارنګه د تاتارستان او ایران له پانګوالو سره انلاین غونډه ترسره شوه.

 

په دې غونډه کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د ګډې پانګونې (KR Group) په اړه د تاتارستان جمهوریت او د ایران د پانګوالو ترمنځ خبرې اترې وشوې.

 

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یاده غونډه کې د اوبو او انرژي او د کانونو او پټرولیم وزارتونو استازو د هغو پروژو په اړه چې په بېلابېلو ولایتونو کې پانګونې ته چمتو دي توضیحات ورکړل شول.

 

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، هغه مسوده چې د اوبو او انرژي او د کانونو او پټرولیم وزارتونو له خوا چمتو شوې له دواړو لوریو سره به شریکه کړي.

اړوند موضوعات

چین غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

دغونډې په پای کې د تاتارستان د KR ګروپ د چارواکو او د ایران پانګوالو ترمنځ د مخامخ کتنې د وخت او ځای او د دغه هوکړه لیک د لاسلیکېدو په هکله پرېکړه وشوه.

Leave a reply