افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې د ښځو د کار د بندیز په اړه غبرګون ښودلی.
افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې د ښځو د کار د بندیز په اړه غبرګون ښودلی.
31 دسمبر 2022
د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز پرېکړه ښکاره تبعيض، له نړيوالو قوانينو او بشردوستانه اصولو سرغړونه بللې ده.
نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان، جي ۷ هېوادونو، نادولتي سازمانونو او یو شمېر نورو بنسټونو له اسلامي امارت غوښتي چې دغه غیر عادلانه بندیز لغوه کړي.
اړوند موضوعات
شارټر زیاته کړې، « بریتانیا له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو سره په ګډه له نږدې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو لخوا د لګول شويو محدودیتونو سره سره مرستې په دې هیواد کې اړمنو خلکو ته رسیږي.»