د انجونو د زده کړو په مسئله کې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي امارت د پریکړې پر وړاندې د نړۍ د علماؤ راغونډولو غوښتنه کړی.

د انجونو د زده کړو په مسئله کې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي امارت د پریکړې پر وړاندې د نړۍ د علماؤ راغونډولو غوښتنه کړی.
30 دسمبر 2022
د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د اسلامي امارت د دې پرېکړې پر وړاندې د اسلامي نړۍ د علماوو د راټولېدو غوښتنه کړې ده.
حسین براهیم طه د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ له غړو سره په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې له تعلیمه د ښځو محرومول د اسلامي شریعت په اساس نه دي او باید چې د اسلامي امارت د دغه اقدام په وړاندې د اسلامي نړۍ عالمان غږ پورته کړي.
اړوند موضوعات
کابل کې د جاپان سفارت د اسلامي امارت لخوا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل غندلي.
طه ویلي، افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي فقهې نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې دی او په وینا یې په تېره جون میاشت کې د دیني علماوو یو پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او د اسلامي امارت غړو سره په لیدنو کې دا توافق شوی و چې اسلام د کار او زده کړو په ګډون ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي.




