د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې “نی” ویلي چې د تیر کال په پرتله سږ کال د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی.

0
92

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې “نی” ویلي چې د تیر کال په پرتله سږ کال د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی.

31 دسمبر 2022

 

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې اداره «نی» په خپل کلني راپور کې لیکلي، د ۲۰۲۱ کال پرتله سږ ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاتریخوالي پېښې ۱۷ سلنه کمې شوې دي.

 

د دې راپور د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال د نی ادارې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۹ قضیې ثبت کړې وې.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: پاليسي مو دا ده چې په هېواد کې رسنۍ پياوړې او فعاليتونه يې مسلکي او معياري شي.

 

همداراز یادې ادارې په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، په تېر یو کال او څو میاشتو کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې‌دندې شوي، ۵۰ سلنه انځوریزو رسنیو، نږدې ۴۸ سلنه غږیزو رسنیو، ټولو چاپي رسنیو او ۸۰ سلنه خبري اژانسونه او انلاین رسنیو خپل فعالیتونه درولي یا محدود کړي دي.

Leave a reply