اسلامي امارت: پاليسي مو دا ده چې په هېواد کې رسنۍ پياوړې او فعاليتونه يې مسلکي او معياري شي.

0
59

اسلامي امارت: پاليسي مو دا ده چې په هېواد کې رسنۍ پياوړې او فعاليتونه يې مسلکي او معياري شي.

1 دسمبر 2022

د اسلامي امارت د اطلاعات او کلتور وزارت څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د له رسنیو سره د همږغۍ او ملاتړ غونډه ترسره شوه.

خبر زیاتوي د رسنیو مرکز کې له رسنیو سره د همږغۍ او ملاتړ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، معینانو، رئیسانو، د اسلامي امارت ویاندویانو، د رسنیو مرکز مسئول او د رسنیو مسئولینو ګډون کړی ؤ.

 

غونډه کې د اطلاعاتو کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د رسنیو پر مسئولینو ږغ وکړ چې رسنۍ باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره حقایق او داسي څه خپاره کړي چې د هیواد او نظام په ګټه وي او زیاته یې کړه، چې دوی له رسنیو سره پوره همکار او ملاتړي دي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي “مهاجر فراهي” وویل، چې اسلامي امارت له رسنیو سره د تصادم پر ځای د تفاهم لار غوره کوي او پر وخت یې ستونزو ته رسیدګي کوي.

وروسته د رسنیو استازو او مسئولینو په خپل نوبت خپلې ستونزې او مشکلات له مسئولینو سره شریک کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

اړوند موضوعات

د اطلاعاتو او کلتور وزیر: هغه سیاستونه باید پریږدو چې د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.

په پای کې د اسلامي امارت مرکزي ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپلو خبرو کې وویل،چې د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې په هېواد کې رسنۍ پياوړې او فعاليتونونه يې مسلکي او معياري شي، همدا راز ښاغلي مجاهد ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د رسنيو پر وړاندې شته ستونزو ته د حل په موخه وروستۍ هڅې کوي.

Leave a reply