د اطلاعاتو او کلتور وزیر: هغه سیاستونه باید پریږدو چې د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.
1 دسمبر 2022
نن پنجشنبه کابل کې د “امام ابوحنیفه رح” په نوم نړیوال نندارتون پرانیست غونډه دایره شوه، پکې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او یو شمیر مسئولینو او د داخلي او بهرني شرکتونو مسئولینو او تجارانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر یادې غونډې ته په وینا کې وویل: هغه سیاستونه باید پریږدو چې زموږ د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي، سیاست او تجارت باید یو له بل سره ونه تړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې د همدې تجارانو حق ؤ، چې پرته له کوم دلیله کنګل شوي دي.
ښاغلي خیرخواه همدا راز وویل، چې د خصوصي سکتور په غونډه کې د اسلامي امارت د مسئولینو ګډون ثابتوي چې اسلامي امارت کورني اقتصاد ته لومړیتوب ورکوي او په خبره یې دوی تل هڅه کوي، څو کورنیو تولیداتو ته بهر ته د صادرولو زمینه برابره کړي.
ښاغلي خیرخواه د هیواد د خصوصي سکتورونو ستاینه وکړه او په خپله برخه کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې یاد نندارتون لومړنی ملي او نړیوال سوداګریز نندارتون دی، چې د څه باندې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون پرانیستل شو.