ذبیح الله مجاهد: ښځې په هغه حالت کې کار کولای شي چې څانګه یې جلا او عفت یې خوندي وي.

0
128

ذبیح الله مجاهد: ښځې په هغه حالت کې کار کولای شي چې څانګه یې جلا او عفت یې خوندي وي.

31 دسمبر 2022

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار په هکله وايي: کله چې د اصلاحاتو لپاره یو حکم کېږي طبیعي ده چې ځينې خلک به زیان ویني.

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: اول کې دې ته فکر وکړو چې کله د اصلاحاتو لپاره یو حکم کېږي یا د شریعت یو حکم تطبیق کېږي طبیعي ده هلته به ځینې خلک زیان ویني، خو هغوی باید په بدیلو لارو فکر وکړي، تنها دا نه ده چې ټول خلک له دغې ناحیې ډوډۍ خوري.

 

ډېر خلک دي ځان ته نورې لارې لري، د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره هغه لار مهمه ده چې د شرط په دننه کې وي، مسلمان ورور او خور حق لري چې کار وکړي خو مشروع په حق.»

 

ښاغلی مجاهد د کار بندیز په هکله همدارنګه وايي دا یو کلي امر دی او حتا د اسلامي امارت د نظام په اډانه کې په ځينو ادارو کې هم ښځينه وو ته له استثنايي حالت پرته د کار اجازه نه ورکول کېږي.

 

هغه وویل:«اسلامي امارت خپلې ادارې چې د امارت لاندې دي کنټرول یې هم کېدای شي، هغوی کې هم په غیر ضروري برخو کې ښځينه نشته او معاشونه یې په کور کې ورکول کېږي، خو ښځینه نه راځي هلته، له استثنايي حالت پرته، په موسساتو کې خو باید په طریقه اولی باید کار ونه کړي، ځکه اسلامي امارت د موسساتو کنټرول نه شوی کولای ځکه د هغو اصولو له مخې چې دوی یې لري او خطر یې هم زیات احساسېږي.

مجاهد وایي: موسسې بهرني تمویلوونکي لري، بهرنیان هم په کې کار کوي په اسلامي اصولو باندې نه پوهېږي چې هغه عملي کړای شي، دا یو، یونیم کال تجربه هم وشوله، ځينې خطرناک راپورونه حاصل شول نو د افغانستان د خلکو عزت او عفت یې ډېر مهم دی له هغه څه نه چې تصور یې کېږي، نو حکم وشو چې په دغو برخو کې دې ښځينه کار نه کوي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي ښځې په هغه حالت کې کار کولای شي چې څانګه یې جلا وي، عزت او عفت یې خوندي وي.

 

نوموړي وویل:«ښځې په هغه حالت کې کار کولی شي چې د ښځينه لپاره څانګه جلا وي، پرده او عفت یې خوندي وي چې له ټولو نه کورنیو افغانانو ته مهم دی د یوه مسلمان په صفت باندې وجیبه ګرځي هغه یو استثنايي حالت دی اوس هم کېدای شي ځينې برخې دي چې هغه قوانین رعایت کوي او یا تر کنټرول لاندې دي او اړتیا په کې ښځو ته ډېره ده هغه کېدای شي اصلاحات ولري په عموم کې په موسساتو کې د دغه شي تصور چې دوی دې رعایت کړای شي د یونیم کال تجربو ثابته کړې چې بریالي نه وو.»

اړوند موضوعات

 د ط.البانو لخوا د ښځو د زده کړې او کار منع کولو وروسته؛ درې فعالو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

اسلامي امارت په وروستیو اوونیو کې د دوو جلا جلا مکتوبونو په صادرولو سره په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې او په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو کار ځنډولی دی.

Leave a reply