د ط.البانو لخوا د ښځو د زده کړې او کار منع کولو وروسته؛ درې فعالو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

0
82

د ط.البانو لخوا د ښځو د زده کړې او کار منع کولو وروسته؛ درې فعالو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د ط.البانو نوی فرمان به په افغانستان کې له اقتصادي بحران سره یو ځای د زرګونو کورنیو پر ډوډۍ اخیستونکي اغېز وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ښځو د کار د منع فرمان تر اعلان وروسته د ژغورنې نړيوال سازمان ويلي و، چې په دغه سازمان کې درې زره مېرمنو کار کاوه، چې اوس يې دندې ځنډول شوې دي.

 

(2022 / 12 / 26    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ط.البانو لخوا د ښځو د زده کړې او کار منع کولو وروسته؛ درې فعالو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د ط.البانو د حکومت له خوا په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار له ځنډولو وروسته په افغانستان کې درې فعالو نړیوالو موسسو د نامعلومې مودې لپاره خپل فعالیتونه وځنډول.

په دې سازمانونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، د ناروې د کډوالو شورا او د «کرای انټرنیشنل» سازمان شامل دي.

يادو سازمانونو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې د ښځو له شتون پرته نه شي کولى په افغانستان کې د اړمنو ماشومانو، ښځو او نارينه وو لپاره خپل پروګرامونه په اغېزمن ډول پلي کړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د ط.البانو نوی فرمان به په افغانستان کې له اقتصادي بحران سره یو ځای د زرګونو کورنیو پر ډوډۍ اخیستونکي اغېز وکړي.

اړوند موضوعات:

 م،م: په نادولتي موسیسو کې د ښځو د د دندو ځنډول به د ۲۸ میلیونه انسانانو مرستې له خنډ سره مخ کړي 

د يادونې وړ ده، چې د ښځو د کار د منع فرمان تر اعلان وروسته د ژغورنې نړيوال سازمان ويلي و، چې په دغه سازمان کې درې زره مېرمنو کار کاوه، چې اوس يې دندې ځنډول شوې دي.

Leave a reply