د پاکستان حکومت: نیول شوي افغانان به د دوسیو تر بشپړېدو وروسته خوشې کړل شي  

0
77

د پاکستان حکومت: نیول شوي افغانان به د دوسیو تر بشپړېدو وروسته خوشې کړل شي

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پرون پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي وو چې په اسلام اباد کې د ا.ا له سفارت او افغان جنرل کونسلگریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان په ځانګړي ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نيول شوي افغانان له زندانونو نه دي خوشي شوي.

(2022 /  12 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي او بنديان دي.

اسوشیتید پرېس خبري اژانس تېره ورځ د پاکستان د پولیسو او چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د دغه هېواد په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په کډون ۱۲۰۰ افغان کډوال پراته دي.

سرچینې ليکلي دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي دي. د یاد خبر له مخې پولیسو او سیمه ییزو حکومتي چارواکو ویلي چې نيول شوي کسان به د هغوی د دوسیو له بشپړېدو وروسته ازاد او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

اړوند موضوعات:

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ کابل ته د راغلي پاکستان خارجه وزارت له پلاوي سره وکتل.

Leave a reply