د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ کابل ته د راغلي پاکستان خارجه وزارت له پلاوي سره وکتل.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ کابل ته د راغلي پاکستان خارجه وزارت له پلاوي سره وکتل.
29 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر نورو مقاماتو هم حضور درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان او پاکستان روابط تاریخي، دیني او فرهنګي وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغو روابطو د لاپراختیا او پیاوړتیا غوښتونکی دی.
نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربتوب په خاطر د پاکستان اسلامي جمهوریت مننه وکړه وې ویل، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په ټول هیواد کې امنیت تامین دی اداري فساد لمنځه تللی او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.
مولوي حنفي زیاته کړه، افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د اتصال پل دی او موږ د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او پېښور- کابل – ترمذ رېل پټلۍ په څېر سترو پروژو د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتو یوو چې په پلي کېدو سره به یې د افغانستان او پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې وویل، موږ داسې بل کوم هیواد نه پېژنو چې د افغانستان او پاکستان په څېر زیات مشترکات ولري. هغې زیاته کړه، له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې زیات فرصتونه برابر شوي چې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
حنا رباني کهر دېته په اشارې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي وویل، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي، د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی خو د حل لپاره یې لازیات وخت ته اړتیا ده.
اړوند موضوعات
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې په دې په ټینګار سره چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وویل، له رامنځته شویو فرصتونو څخه باید اعظمي استفاده وشي او د تېر په تېروتنو کې راګېر نشو.






