د امربالمعروف نهی عندالمنکر سرپرست وزیر افغانستان کې د جاپان له سفیر سره پر ځینو مسایل خبرې اترې وکړې.

0
198

د امربالمعروف نهی عندالمنکر سرپرست وزیر افغانستان کې د جاپان له سفیر سره پر ځینو مسایل خبرې اترې وکړې.

29 نومبر 2022

 

د اسلامي امارت د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ خالد حنفي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکویا تانیموتو سره ولیدل.

شیخ حنفي لومړی هغه ته ښه راغلاست و ویل او ورته زیاته یې کړه چې افغانستان او جاپان له ډير پخوا ښې اړیکې لري، اوس هم د ښو اړیکو هیله لرو.

 

ښاغلي تاکویا وویل زمونږ د سفارت بیرته خلاصون د افغانستان سره تعهد ښودل دي، خپلې هلې ځلې دوامداره ساتو، د افغانستان امنیت د ټولې خطې لپاره مهم دی او مونږ غواړو اړیکې له سره ورغوو.

 

هغه زیاته کړه تاسو له وړاندې ویلي وو، چې زموږ مسئولیت د چاپیریال اصلاح، د خلکو اخلاقي جوړښت، د مخدره موادو مخنیوی دی، خو د شکایتونو اوریدلو بخش زما لپاره ډير جالب دی او دا ډیره ښه ده.

 

سرپرست وزیر نوموړي ته په وضاحت کې وویل: ستاسو او زموږ هیوادونه متاثر شوي دي، تاسو خپل هیواد ته ژمنتیا کې یوه نمونه یاست، مونږ هم همداسې اراده لرو په دغه برخه کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو، د یو هیواد ترقي ښې حکومتولۍ، ملت ته ژمنتیا او نړۍ سره تعامل پورې تړلي دي، چې مونږ دغو ټولو برخو کې ښه اراده لرو.

زمونږ د وزارت بنسټ د ټولنې د اصلاح لپاره ایښودل شوی، د سمع شکایات برخه مو د ولس لپاره ښه اسانتیا لري، د دې لپاره مو انلاين نمبرونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي، غواړو ټولو خلکو ته یو ډول حقوق ورکړو او هر ډول تبعیض ختم کړو.

اړوند موضوعات

معاون سفیر جاپان در افغانستان با معین وزارت معارف دیدار کرد و گفتگو نمود.

سفیر و ویل په ۱۹۸۰ کې زمونږ هیواد کې نړۍ سره د تعامل لپاره دوه نظریې وې،خو په تعامل سره مو هیواد مترقي کړو،شیخ صاحب ورته و ویل:دلته دوه نه بلکې د ټولو یو نظر دی،نړۍ سره ښې اړیکې غواړو،تعامل کوو خو د دین او اسلامي ارزښتونو په سر معامله نشو کولی بلکې دین راته تر هر څه اولویت لري.

Leave a reply