کډوالو چارو وزارت بادغیس، بدخشان او غور ولایتونو کې له سلګونه کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

کډوالو چارو وزارت بادغیس، بدخشان او غور ولایتونو کې له سلګونه کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
30 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د یاد وزارت د ولایتي ریاستونو په همغږۍ د UNHCR، WFP او ACF مؤسساتو لخوا سلګونه کورنیو سره کومک ترسره شوی.
خبر زیاتوي چې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۴۸۲) کورنيو سره مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۹) کيلو غوړي، (۱۲) کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه ووېشل شوه.
همدا راز د UNHCR دفتر لخوا د بدخشان ولایت د کډوالو چارو ریاست سره په همغږۍ د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې پر ۷۵ کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه، چې پکې د اشپزخانې سامان، صحي بسته او نور توکي شامل وه.
اړوند موضوعات
کډوالو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونوکې سلګونو کورنيو سره نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې کړي.
او د (ACF) موسسې له لورې د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ سلګونه کورنیو سره نغدي مرستې وشوې، چې پکې هرې کورنۍ ته (۲۱) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.





