کډوالو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونوکې سلګونو کورنيو سره نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې کړي.
کډوالو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونوکې سلګونو کورنيو سره نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې کړي.
30 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې تازه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يو شمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د نورستان، ارزګان، سمنګان او غور ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ ۷۲۸ کورنيوسره نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
خبر زیاتوي چې د يادو کورنيو له ډلې د UNHCR دفتر له لورې په ارزګان کې ۲۷۵ کورنيو ته، سمنګان کې ۵۱ کورنيو ته ۲۷۵ امريکايي ډالره، نورستان کې ۱۵۰ کورنيو ۱۰۰ کورنيو ته ۱۵۰ امريکايي ډالره، ۵۰ کورنيو ته ۵ شيدې لرونکې وزې د خوراکي موادو سره او غور کې ۲۵۲ کورنيو ته دوه دوه د لمريزې برېښنا ۳۰۰ واټه تختې سره د وسایلو وویشلې.
اړوند موضوعات
کډوالو چارو وزارت خوست او پکتیکا کې نیږدې ۴۲۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې کړي.
همدا راز یاد وزارت وایي: د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ لسګونه اړمنو کورنيو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې پکې هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.