کډوالو چارو وزارت خوست او پکتیکا کې نیږدې ۴۲۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې کړي.
کډوالو چارو وزارت خوست او پکتیکا کې نیږدې ۴۲۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې کړي.
29 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په همغږۍ IRC او ACHRO مؤسسو خوست او پکتیکا کې نیږدې ۴۲۰ کورنیو سره نغدي کومک ترسره کړی.
خبر زیاتوي د (ACHRO) مؤسسې له لورې د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۱۳) کورنيوسره نغدي مرستې وشوې، چې پکې هرې اړمنې کورنۍ ته (۲۷۵) امريکايي ډالره نغدي مرسته ووېشل شوه.
اړوند موضوعات
کډوالو چارو وزارت کاپیسا، هرات او پکتیکا کې نیږدې ۴۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې کړي.
او همدا راز د (IRC) مؤسسې له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳۰۵) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې، چې پکې هرې کورنۍ ته (۲۶) زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.