کډوالو چارو وزارت کاپیسا، هرات او پکتیکا کې نیږدې ۴۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې کړي.
کډوالو چارو وزارت کاپیسا، هرات او پکتیکا کې نیږدې ۴۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې کړي.
21 دسمبر 2022
د کډوالو چارو وزارت له لورې په دوه بیلابیلو خبرپاڼو کې راغلي چې د یاد وزارت ولایتي ریاستونو په همغږۍ کاپیسا کې د UNHCR، پکتیکا او هرات کې د CHA مؤسسو له لورې نغدي کومکونه ترسره شوي.
خبر زیاتوي: د (UNHCR) دفتر له لورې د کاپيسا ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د ليندۍ په ( ۲۸) مه (۳۶۹) اړمنو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د اړتيا په نظر کې نيولو وروسته په بېلابېلو ګتګوريوکې (۵۵۰)، (۲۵۰)،( ۳۰۰) او ۱۵۰) امريکايي ډالره ووېشل شول.
او همدا راز خبرپاڼه زیاتوي: په هرات او پکتیکا ولایتونو کې پر ۸۳ اړمنو کورنیو د چنګاښ په ۲۹مه د CHA موسسې له خوا نغدي مرسته وویشل شوه.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې هلمند او بادغیس کې نیږدې ۱۱۰۰ کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته کړی.
دغه مرسته چې په هرات کې پر ۷۱ کورنیو او په پکتیا کې پر ۱۲ کورنیو وویشل شوه، هرې کورنۍ ته ۲۶ زره افغانۍ ورکړل شوې.