افغاني سرې میاشتې ټولنې هلمند او بادغیس کې نیږدې ۱۱۰۰ کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته کړی.

افغاني سرې میاشتې ټولنې هلمند او بادغیس کې نیږدې ۱۱۰۰ کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته کړی.
21 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لوري، د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ کې ۸۰۰ اړمنو او معلولینو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو شین چای، ۸ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره او یو پاکټ BP5 بیسکوټ شامل وو.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې هلمند او کنړ ولایتونو کې نیږدې ۱۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته کړی.
او همدا راز د یادې ټولنې له لورې، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړونده بېلابېلو کلیو کې، ۲۵۰ سروې شویو وچکالۍ ځپلو کورنیو ته؛ ۲۵ لکه افغانۍ، چې هرې کورنۍ ته په کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورسېدې، نغدي مرسته وویشل شوه.






