د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د وارداتي برېښنا د تړون په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د وارداتي برېښنا د تړون په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.
30 دسمبر 2022
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور د یوه مل پلاوي په مشرۍ د مزارشريف د حیرتان بندر له لارې د وارداتي برېښنا د تړون په موخه ازبکستان ته لاړ.
مولوي عبداللطیف منصو د خپل سفر په اړه وویل: (موږ نن د وارداتي برېښنا د تړون په خاطر ازبکستان ته سفر کوو او له نېکه مرغه موږ توانېدلي یو، چې د تېر حکومت ۳۵ میلیونه ډالره قرضونه هم ورکړو.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ د یو نیم کال په موده کې د برېښنا لګښتونه هم ورکړل شوي او خلک دې د برېښنا د نشتوالي په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زياته کړه، چې د افغانستان او ازبکستان د چارواکو ترمنځ د برېښنا قرارداد لاسلیک شوی دی.
دغه راز مولوي منصور د هېواد په لويديځ کې د بادي برېښنا د شبکې د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په پام کې ده په هرات او فراه کې د ١٦٠٠ میګا واټه ظرفیت په لرلو سره د بادي برېښنا يوه شبکه جوړه شي، چې پرمټ به یې د خلکو اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي.
هغه د خبرو په دوام کې وویل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي د خلکو د هوساینې لپاره هېواد ته لازیاته برېښنا وارده کړي او له خلکو یې هم وغوښتل، چې په دې برخه کې پاملرنه او احتیاط وکړي.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ سرپرست نن ورځ د افغان انویست شرکت له مسؤلینو سره د پانګونې په اړه وکتل.
مولوي عبداللطیف منصور ژمنه وکړه، چې په ټول هېواد کې به د برېښنا د بېلونو د ورکړې لګښت یو شان کړي، ترڅو د ټولو ولایتونو خلک وکولای شي، د برېښنا بېلونه په یو شان دولتي حساب ته ورکړي.






