د اوبو او انرژۍ سرپرست نن ورځ د افغان انویست شرکت له مسؤلینو سره د پانګونې په اړه وکتل.

د اوبو او انرژۍ سرپرست نن ورځ د افغان انویست شرکت له مسؤلینو سره د پانګونې په اړه وکتل.
10 دسمبر 2022
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د افغان انویست شرکت له مسؤلینو سره د دې وزارت په پروژو باندې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په یاده ناسته کې د یاد شرکت مسؤلینو د اوبو بندونو په پروژو باندې دپانګونې په برخه کې د خپل کاري پرمختګ راپور اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړ او د ارغستان د لوري بند د جوتخنیک سروې د پانګونې په برخه کې د خپلو اجراآتو په هکله معلومات وړاندې کړل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد شرکت له فعالیتونو څخه هر کلی وکړ او د ارغستان د لوري بند د پروژې د ارزښت باندې په ټینګار سره د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدیات ورکړل.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له یو شمیر صنعت کارانو سره ولیدل.
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د کندهار ولایت د ارغستان د لوري بند د تخنیکي مطالعاتو اوجیوتخنیک سروې د ترسره کولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت، د افغان انویسټ او عمران جوتخنیک شرکتونو ترمنځ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شوی وو.






