د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له یو شمیر صنعت کارانو سره ولیدل.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له یو شمیر صنعت کارانو سره ولیدل.
5 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د صنعت کارانو او خپلواکو سوداګرو د ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل او د بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو باندې د پانګونې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د افغانستان او ترکیې هېواد ګډو دیني او فرهنګي حسنه اړیکو ته اشاره وکړه او په افغانستان کې یې د یادې ټولنې د پانګونې له لېوالتیا څخه هرکلی وکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال د افغانستان اسلامي امارت له خوا د پانګونې په پروسه کې اړینې آسانتیاوي ترسره شوې او په افغانستان کې له هر پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
په ورته مهال، د ترکیې هېواد د صنعت کارانو او خپلواکو سوداګرو ټولنې غړو د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبري له مقام سره د خپلو فعالیتونو په هکله اړین معلومات شریک کړل او د ډبرو سکرو، باد او لمریزو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو باندې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
اړوند موضوعات
په پای کې دواړو لورو د لا زیاتو همغږیو په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې د وزارت تخنیکي مسؤلین او د یادې ټولنې غړي دې تخنیکي ناسته ترسره کړي، ترڅو په دې ناسته کې په مشخصه توګه د پروژو په هکله اړین بحثونه ترسره شي.






