د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د خان سټيل فعالیت او تولیداتو څخه لیدنه ترسره او د افغانستان لپاره یې ویاړ وبلل.

0
124

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د خان سټيل فعالیت او تولیداتو څخه لیدنه ترسره او د افغانستان لپاره یې ویاړ وبلل.

1 دسمبر 2022

 

د اسلامي امارت اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي یې د خان سټیل فابریکې بېلا بیلې برخې وکتلې او د خان سټيل تولیدات او فعالیت یې د افغانستان ویاړ وبلل.

د خان سټيل فابریکې مشر انجینر رحیم الله مایار، سرپرست وزیر او ورسره پلاوي ته د خان سټيل فابریکې بیلابیلې برخې تشریح کړې او د هرې برخې په اړه یې تفصیلي معلومات ورکړل.

 

د فابریکې د مشر له لوري د خان سټيل د تولیداتو د کیفیت، په فابریکه کې د چاپيریال ساتنې د معیارونو، د فابریکې د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت او خامو موادو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

 

انجینر رحیم الله مایار د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته د بریښنا د کمښت ستونزه یاده کړه چې پر صنعت مخامخ اغیز لري او د بنیادي حل لارو په اړه یې ورته خپل نظر هم وړاندې کړ.

 

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خان سټيل مشرتابه او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د صنعتي فابریکو په ځانګړي ډول د خان سټيل د بریښنا د کمښت په اړه به له نورو ادارو سره په ګډه ځينې لازم اقدامات وکړي.

 

ښاغلي وزیر د خان سټيل تولیدات وستایل او په وینا یې افغانستان د اوسپنې په صنعت کې کم ساری پرمختګ کړی او خان سټیل ددې پرمختګ یوه ستره بیلګه ده.

اړوند موضوعات

ملت سټیل اوسپنې فابریکې ورځني تولیدات تر ۱۳۰ ټنو رسیږي او د داخل سربیره نورو هیوادونو ته هم صادرات لري.

د سرپرست وزیر په وینا د خان سټيل تولیدات باید لا زیات په معیاري او دولتي پروژو کې وکارول شي او د صنعت د پرمختګ لپاره یې د نورو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

Leave a reply