په ملک کښې ټاکنې غواړو خو د عمران خان د احتساب روسته: جاوید لطیف

0
183

باغی ټی وي رپورټ
اسلام آباد: وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مرکزي مشر جاويد لطيف په ملک کښې د وخت نه مخکې انتخاباتو لپاره د پاکستان تحريک انصاف د غوښتنې په اړه خپل نظر څرګند کړے دے۔

د خبري غونډې په مهال وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وويل څوک چې زمونږ د کارکردګۍ په اړه پوښتنه کوي هغه دې د ۲۰۱۷ کال زمونږ د کارکردګۍ ارزونه وکړي، بايد وويل شي چې هېواد چا ناروغ کړ، چا غلط دوا ورکړه.
دوی وویل چې تاسو غوښتل چې د دوو صوبو له وسائلو څخه په استفادې سره د یوې تقرر مخه ونیسو، خو دوی یې مخه ونشوه نیولای، وروسته به اختلاف زیات شي.
هغوي وويل چې د حلقوي سړک، بورې، غنم او درملو په ګډون نورې دوسيې به افشا شي، اوس به د بهرنيو مرستو د قضيې جزئيات په ډاګه شي.

جاويد لطيف وويل لکه څنګه چې دا جماعت جوړ شو اوس دپروېز الهى په وينا په انحلال شروع شوى دى.

په ملک کې د وخت نه مخکې انتخاباتو لپاره د پاکستان تحريک انصاف د غوښتنې په اړه وفاقي وزير وويل د پي ټي آئي د غړو يوه لويه ډله زمونږ سره په رابطه کې ده، مونږ ټولټاکنې غواړو خو د عمران خان له احتساب وروسته به وي.

ياده دې وي چې تيره ورځ د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري بيان مخې ته راغلي وو چې پکښې وئيلي وو چې مونږ د روژې نه وړاندې ملک کښې ټولټاکنې غواړو او د پي ټي آئي پارلېماني پارټۍ د اسمبلۍ نه استعفې ورکولو منظوری ور کړې ده۔

Leave a reply