د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د ډنمارک سور صلیب له استازې کرسټین سکوف سره ولیدل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د ډنمارک سور صلیب له استازې کرسټین سکوف سره ولیدل.
1 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې د ډنمارک د سور صلیب له استازې کرسټین سکوف سره لیدنه وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص وویل، افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د ساتنې او لازمې درملنې په موخه په کندوز، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې لیونتونونه جوړ کړي او هڅه کوو رواني ناروغانو ته د بشري خدمتونو څانګه پیاوړې کړو.
نوموړي وویل، چې هڅه مو ده د افغاني سرې میاشتې په مرکزي مرستون کې د مرستې وړ مشمولینو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته لوړ کړو او وګړو ته خدمات وړاندې کړو.
مولوي مطیع الحق خالص وویل افغاني سرې میاشتې دې وروستیو کې په کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د واکسینو ۸ نوي مرکزونه ایجاد کړي.
نوموړي وویل چې تر دا مهاله یو شمېر هېوادونو افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړی، خو دغه مرستې کفایت نه کوي او اړتیا ده د بشري ناورینونو د کمښت لپاره کاري شریکان او مرسته کوونکې ټولنې افغاني سرې میاشتې ته پراخې مرستې ورکړي.
ناسته کې د ډنمارک د سور صلیب استازې وویل، چې د بشري ناورینونو راکمولو کې افغاني سره میاشت فعاله او هڅانده ټولنه ده.
اړوند موضوعات
آغلې کرسټین سکوف ژمنه وکړه، چې په بشرپالو خدمتونو کې به د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی او مرسته کوي.