د پنجشیر سیمه ییز حکومت: په پنجشیر کې د مقاومت د جبهې یو قوماندان او دولس تنه نور د دې ولایت له سیمه ییز حکومت سره یوځای شول
د پنجشیر سیمه ییز حکومت: په پنجشیر کې د مقاومت د جبهې یو قوماندان او دولس تنه نور د دې ولایت له سیمه ییز حکومت سره یوځای شول
ښاغلي هاشمي له دوی وغوښتل چې په اوسني حکومت کې بې عدالتي نشته او دا موضوع په تېرو ۱۵ میاشتو کې ټولو ته څرګنده شوې ده. تر اوسه د مقاومت جبهې د پنجشیر ولایت د سیمه ییز حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
(2022 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پنجشیر سیمه ییز حکومت: په پنجشیر کې د مقاومت د جبهې یو قوماندان او دولس تنه نور د دې ولایت له سیمه ییز حکومت سره یوځای شول.
د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي، په پنجشېر ولایت کې د باز محمد په نوم د مقاومت د جبهې قوماندان او د هغه ۱۲ تنه ملګري له جګړې لاس په سر شوي او د دغه ولایت له سیمه ییز حکومت سره یو ځای شوي دي.
باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی، چې دغه قوماندان له خپل ورور محمد اراد او نيک محمد سره چې د ١٢ تنو جنګياليو مشري يې کوله دوه اوونۍ مخکې له جګړې لاس واخيست او له حکومت سره يوځاى شو او د چهارشنبې په ورځ يې نهه توپونه په واک کې ورکړل.
د پنجشېر والي محمد محسن هاشمي د مقاومت د جبهې غړو ته د ښه راغلاست په مراسمو کې وويل، چې د اوسني دولت وسلې د ټولو مخالفينو پر وړاندې خلاصې دي او ط.البان د وينې تويولو حق نه لري.
هغه د مقاومت د جبهې هغو کسانو ته هم وويل چې د ط.البانو په مشرۍ د دولت پر ضد يې کلابنده کړې ده چې دوکه شوي او غرونو څخه راښکته شوي دي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا. استخباراتو کاپیسا ولایت کې د مقاومت جبهې ۱۲ غړي نیولي دي