د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس د سور صلیب نړیوالې کمیټې له مسؤل سره تیره ورځ د بشري مرستو پر موضوعاتو ولیدل.

0
185

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس د سور صلیب نړیوالې کمیټې له مسؤل سره تیره ورځ د بشري مرستو پر موضوعاتو ولیدل.

1 دسمبر 2022

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د سور صلیب د نړیوالې کمیټې له مسؤل ایلیو فلیون سره په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو پر موضوعاتو ولیدل.

 

خبرزیاتوي په دغه لیدنه کې د سور صلیب نړیوالې کمیټې مسؤل ښاغلي فلیون ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د سور صلیب نړیواله کمیټه به د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړاوي او بشري مرستو برخو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی کوي او له افغاني سرې میاشتې سره بېلابېلو برخو کې په همغږۍ کار وکړي.

اړوند موضوعات

د سور صلیب نړیواله کمیټه وایي: په افغانستان کې بشري اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له ښاغلي فلیون مننه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره ګډ کار کوي.

حماد

Leave a reply