ملت سټیل اوسپنې فابریکې ورځني تولیدات تر ۱۳۰ ټنو رسیږي او د داخل سربیره نورو هیوادونو ته هم صادرات لري.

0
175

ملت سټیل اوسپنې فابریکې ورځني تولیدات تر ۱۳۰ ټنو رسیږي او د داخل سربیره نورو هیوادونو ته هم صادرات لري.

24 اکتوبر 2022

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست او سیمه ییزو سرچینو له قوله، دغه ښار کې د ملت سټیل په نوم د اوسپنې فابریکه زیات فعالیت ترسره کوي او په دغه فابریکه کي یې سلګونه کسانو ته کاري فرصت برابر شوی.

د ملت سټیل په نوم دغه فابریکه د هیواد په مرکز کابل کي مرکزي څانګه لري، چي تولیدات ئې د هیواد نورو ولایتونو تر څنګ بهرنیو هیوادونو ته هم صادریږي.

 

په کندهار کي د اوسپني ویلي کولو د دغه فابریکې د نمایندګۍ مسؤلین وايي، چې دا فابریکه ئې د هیواد په مرکز کي فعالیت لري او د کندهار تر څنګ په ټولو ولایتونو کي نماینده ګۍ لري.

د یادي فابریکې رئیس حاجي ذبیح الله نظري وویل، چي د ملت سټیل فابریکه د ۶۰ ګریډګول سیخ ترڅنګ، ګاډر، انګلارنډ او د اوسپنو تیار شوي تولیدات لري.

نوموړي زیاته کړه: “ورځني تولیدات مو له ۱۱۰ څخه تر ۱۳۰ ټنو پوري رسیږي، د هیواد تر څنګ نورو هیوادونو ته هم صادرات لرو.”

اړوند موضوعات

په هېواد کې د اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی او کانونه به یې د يوې رڼي پروسي له لارې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

 

د هغه په وینا د اوسپني د ویلي کولو یاده فابریکه د یوې لسیزي را په دې خوا د ۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په پانګه اچوني سره جوړه سوې ده، چي د هيواد په کچه ئې۱۴۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

Leave a reply