په هېواد کې د اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی او کانونه به یې د يوې رڼي پروسي له لارې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

0
200

په هېواد کې د اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی او کانونه به یې د يوې رڼي پروسي له لارې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

18 اکتوبر 2022

 

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند نن د ملي اقتصاد د پياوړتیا په موخه د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابريکو د ملاتړ او هڅونې په پار جوړې شوې غونډې ته وویل: په هېواد کې د اوسپنې قاچاق مخنیوی شوی او ترڅنګ به یې د اوسپنې کانونه هم د يوې رڼي پروسي له لارې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وویل، کومه هوکړه چې له صنعتکارانو سره لاسلیک شوې، ترې وغوښتل چې عملي يې کړي.

ملا برادر اخند وايي، اسلامي امارت پلان لري چې د شفافو پروسو له لارې د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي، څو په راتلونکي کې په هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو فابريکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نشي. هغه وویل، پرته له شکه چې د هېواد په اقتصادي وده کې د صنعتگرو رول ډېر مهم دی.

اړوند موضوعات

ملابرادر اخند: اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان هوايي دهلېزونو ته وسعت ورکړي.

 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال زياته کړه، د نړۍ د پرمختللو هېوادونو اقتصادي وده له صنعتي فعاليتونو پيل شوې او د صنعتي کېدو لپاره يې د کلونو کلونو اورد سفر کړی دی. برادر وايي، افغانستان به هم دغه مزل به کامیابی ترسره کړي او په راتلونکي کې به یو بیاوری اقتصاد ولري.

Leave a reply