ملابرادر اخند: اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان هوايي دهلېزونو ته وسعت ورکړي.

0
159

ملابرادر اخند: اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان هوايي دهلېزونو ته وسعت ورکړي.

10 اکتوبر 2022

د افغان دولت د ریاست الوزراء اقتصادي معاون ملابرادر اخند نن په کابل کې چین هیواد ته د هوایي دهلیز له لارې د جلغوزو د صادراتو د بیا پیل په غونډه کې ووېل: هوايي دهلېزونه د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسولو
کې خورا حیاتي ارزښت لري، نو د افغانستان او چین تر منځ دا هوايي دهلېز به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا مستحکمې او زموږ د جلغوزو تولید او پروسس به پياوړی کړي.

 

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان هوايي دهلېزونو ته وسعت ورکړي، څو وکولای شو د چین ترڅنګ ترکیې، اروپا، هند او عربي هېوادونو ته هم وچه میوه، زعفران او نور افغاني محصولات د افغانستان په مارکه، نښان او نامه صادر کړو.

اړوند موضوعات

د افغانستان او چین هوایي دهلیز له لارې یو ځل بیا د جلغوزیو صادرات پیل شول.

 

هغه زیاته کړه چې څو ورځې مخکې افغانستان د ځمکې له لارې د ازبکستان او قرغیزستان له طریقه، له چین هېواد سره وصل شو او د افغان تجارانو لپاره فرصت برابر شو، څو د چین مارکېټونو ته اسانه لاسرسی ولري.

 

یاده دې وي چې د افغانستان او چین هیوادونو تر مینځ د یو څه ځنډ وروسته نن یو ځل بیا د جلغوزو صادرات پیل شول او د کابل هوایي ډګر څخه ۲۰ ټنه جلغوزې صادرې شوې.

Leave a reply