د افغانستان او چین هوایي دهلیز له لارې یو ځل بیا د جلغوزیو صادرات پیل شول.

0
105

د افغانستان او چین هوایي دهلیز له لارې یو ځل بیا د جلغوزیو صادرات پیل شول.

10 اکتوبر 2022

د افغانستان او چین هیوادونو تر مینځ د طالبانو له راتګ سره په تجارتي اړیکو کې د پام وړ پراختیا راغلی او څو میاشتې وړاندې د چین هیواد سره په تجارت، لومړي ځل د افغانستان جلغوزې نړیوال بازار ته صادرې شوې.

 

د څو میاشتو وقفې وروسته نن یو ځل بیا د هوایي دهلیز له لارې چین ته د جلغوزیو د صادراتو پروسه پیل شوه او د یادې پروسې د پیل په مناسبت نن ورځ د اقتصادي معاون ملابرادر اخند په مشرۍ غونډه وشوه.

ملابرادر اخند په یاده غونډه کې ووېل چې دا پیل به بختور وي او دې سره زموږ او د چین هیواد تر مینځ سوداګریزې اړیکې ښې او لا پراخې شي.

نن د کام ایر هوایي شرکت او افغاني تجارانو د هوکړې له مخې  به ۲۰ ټنه جلغوزې د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه لومړی متحده عربي اماراتو او بیا به چین هیواد ته ولیږدول شي، د هوایي دهلیز له لارې به په راتلونکي کې ۱۰ زره ټنه جلغوزې صادرې کړای شي.

نن د کام ایر

اړوند موضوعات

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: د نفتي توکو په بیو کې به له ۲۵ نه بیا تر ۵۰ سلنه کموالی راشي.

 

د دغه هوایي دهلیز له لارې به یاد توکي په یوه اونۍ کې د چین تر بازارونو ورسیږي، چې ورسره به د افغانستان جلغوزې د نړۍ بازارانو ته ورسیږي او هم به یې د پروسس  مخه خلاصه شي. خو پخوا به دغه توکي د پاکستان د کراچۍ له لارې په دوه میاشتو کې رسیدل.

Leave a reply