صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: د نفتي توکو په بیو کې به له ۲۵ نه بیا تر ۵۰ سلنه کموالی راشي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: د نفتي توکو په بیو کې به له ۲۵ نه بیا تر ۵۰ سلنه کموالی راشي.

5 اکتوبر 2022

د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي: له روسیې څخه د نفتي توکو په رارسیدو سره به په ټول هېواد کې د پترولو، ګازو او دیزلو بیې تر ۵۰ سلنې راکمې شي.

جواد زیاته کړه:« د بارګیرۍ چارې یې پیل شوي او په نیږدې ورځو کې به افغانستان ته را وارد شي او پر بیو به مثبت تاثرات ولري. هېله لرو چې له دې سره به بیې له ۲۵ تر ۵۰  سلنې راکمې شي.»

مسولین او اقتصاد پوهان له روسیې سره قراداد ته هېله ‌من دي،چې په بازار به مثبت اغیز ولري، خو موټر چلوونکي شکایت لري، چې په بازارونو کې د نفتي توکو بیه لوړه ده او وېره لري، که  تازه قرار داد شوي نفت هم راورسیږي، نو د ځینو کړیو له لوري به احتکار شي او پر بازار به هېڅ اغیز ونه لري.

 

خو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد بیا ډاډ ورکوي، چې دا ځل جدي دي، هېچاته به د احتکار اجازه ورنه کړي او پر وینا یې بازار یې له انحصاره اېستلی دی.

د جواد په خبره، پلان دا دی چې له روسیې د نفتو په رارسیدو سره به یې د هېواد ټولو سیمو ته ورسوي او د هرډول احتکار او خپلسریو مخه به ونیسي.

هغه زیاته کړه:« ملت ته ډاډ ورکوو،چې دا حتکار مسله به نوره هېڅ نه وي،ځکه چې اسلامي امارت پرې کنټرول لري، د خصوصي سکتور په همکارۍ به یې ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته عرضه کړو او وبه رسول شي.»

اړوند موضوعات

صنعت او تجارت وزارت قزاقستان، ایران او ترکمنستان سره د سوداګرۍ تړونونه کوي.

 

شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې افغانستان له روسیې سره د یوه کال لپاره د دوه اعشاریه پنځه میلیونه ټنو نفتو او مایع ګازو او د دوه میلیونو ټنه غنمو قرار داد لاسلیک کړ،چې دا مهال یې د لومړۍ جوپې توکي بارګیري کیږي او تر راتلونکو څو ورځو به هېواد ته راورسیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载