صنعت او تجارت وزارت قزاقستان، ایران او ترکمنستان سره د سوداګرۍ تړونونه کوي.

0
115

صنعت او تجارت وزارت قزاقستان، ایران او ترکمنستان سره د سوداګرۍ تړونونه کوي.

2 اکتوبر 2022

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د خوراکي توکو او نفتي موادو د بیو راټیټولو په موخه له قزاقستان، ایران او ترکمنستان هیوادونو سره د نويو هوکړه لیکونو د لاسلیک هوډ لري.

 

څو ورځې وړاندې روسیې سره هم د غنمو، تیلو، ډیزلو او مایع ګازو یو تړون لاسلیک شو، چې په مورد یې د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، له روسیې پېرل شوي غنم او نفتي مواد به په راتلونکو اوونیو کې کابل ته راورسېږي.

 

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد پر بانکونو د لګول شويو محدودیتونو له امله له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې بهیر ټکنی شوی دی. پر افغانستان لګول شوي بندیزونو هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

اړوند موضوعات

افغان دولت له روسیې سره تازه د پترولو، ډیزلو، مایع ګازو او غنمو تازه او موقت تړون لاسلیک کړ.  

 

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د افغانیو د چاپ لپاره له پولنډ سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، خو د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم ودرول شو.

Leave a reply