د ابن سینا فارمسي دولتي بنسټ د درملو تولیدي فابریکه بیا ځلې فعاله شوه.
د ابن سینا فارمسي دولتي بنسټ د درملو تولیدي فابریکه بیا ځلې فعاله شوه.
2 اکتوبر 2022
د ابن سینا درملو تولیدي فابریکې او شرکت مسوولینو ويلي؛ دغه شرکت، چې له کلونو راپدیخوا غیر فعال و، اوس د نویو ماشینونو له پېرلو او رغولو سره د شربتونو، موضعي محلولونو او تابلیتونو د تولید په برخه کې فعال شوی دی.
د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي:
لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د تولید فابریکه له ډیرو کلونو راهیسې بنده وه او د نوي سیسټم په پلي کیدو او د حکومت په هر اړخیز ملاتړ سره، دا مهم سکتور چې د هیواد یو له لویو سرمایه ګذاري څخه شمیرل کیږي، بیا جوړ شوی او اوس یې د درملو په تولید پیل کړی.
دغه فابریکه اوس پنځه بیلابیل کارونه پر مخ وړي، چې جملې یې د شربتونو جوړولو برخه ، ګولیو او تابلیت جوړولو برخه ، د موضوعي حلونو برخه، د ادویه د تحلیل او کیفیت کنټرول لابراتوار برخه او د تابلیت د بسته بندۍ څانګه.