افغان دولت له روسیې سره تازه د پترولو، ډیزلو، مایع ګازو او غنمو تازه او موقت تړون لاسلیک کړ.  

0
140

افغان دولت له روسیې سره تازه د پترولو، ډیزلو، مایع ګازو او غنمو تازه او موقت تړون لاسلیک کړ.

28 سپتمبر 2022

د افغان دولت د سوداګرۍ او صنعت تجارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دوی له روسیې هیواد سره د سوداګرۍ یو تازه قرارداد لاسلیک کړی.

خبرپاڼه زیاتوي:
افغانستان روسیې سره سوداګریز قرارداد لاسلیک کړی چې له مخې به یې هرکال افغانستان ته یو.میلیون ټن پټرول، یومیلیون ټن ډیزل، ۵۰۰زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیون ټنه غنم واردوي.

افغان دولت غواړي د ګڼو سوداګریزو بدیلونو له لارې په ملي کچه بیې کنټرول او ولس ته ارزانه توکي وړاندې کړي.

ترڅنګ روسیې اسلامي امارت ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی.

اړوند موضوعات

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي

 

یاده دې وي چې افغان دولت د خوراکي او نفتي توکو د بیو د کنترول لپاره بیلابیلې هڅې کړي او کوي، چې په سبب یې هیواد کې نرخونه تر پخوا ډیر زیات کم او ښکته راغلي.

Leave a reply