د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي

0
180

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي

د دغې خونې چارواکو پرون په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټينګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه نيسي.

 

(2022 / 8 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي.

د دغې خونې چارواکو پرون په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټينګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه نيسي.

دغې خونې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، دواړو خواو هوکړه وکړه چې د خلکو اړتياو ته په کتو سره به باکيفيته نفتي مواد افغانستان ته واردېږي او په دې برخه کې به د غير قانوني کړونو مخه نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ا.ا سرپرست حکومت له ازبکستان سره د تېلو او ګازو د وارداتو په برخه کې هوکړه کړې وه.

Leave a reply