کورنیو چارو وزارت: په ننګرهار او بلخ کې سلګونو پولیسو او افسرانو خپلې زده کړې پای ته رسولي.

0
117

کورنیو چارو وزارت: په ننګرهار او بلخ کې سلګونو پولیسو او افسرانو خپلې زده کړې پای ته رسولي.

30 دسمبر 2022

 

د ننګرهار او بلخ امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایتونو له تعلیمي او روزنیزو مرکزونو څخه سلګونه سرتېري او پولیس تر فکري او نظامي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

 

د ننګرهار ختیځ زون د پولیسو له ښوونې او روزنې څخه له یوې نیمې میاشتې فکري او نظامي زده کړو وروسته ۴۶۰ تنه سرتیري فارغ شول.

 

د دغه مرکز مشر رحمت الله نعماني په دې مراسمو کې سرتېرو ته د وینا پر مهال وویل: تاسو د ولس خدمتګار یاست، د خلکو د خدمت لپاره به پوره هڅه وکړئ.

 

هغه زياته کړه، چې له دغه ښوونيز او روزنيز مرکز څخه ١٢٥٠٠ سرتېري له فکري او نظامي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

 

په همدې حال کې د بلخ له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه یو شمېر پولیس فارغ شول.

 

د بلخ د پوليسو د ښوونيز او روزنيز مرکز مشر مولوي فضل الرحمن نصرت فارغانو ته وويل، چې يوازې پر دغو زده کړو تکيه نه کوي، بلکې د هېواد په کچه دې د ځلېدو لپاره هڅې وکړي.

اړوند موضوعات

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۴۳۸ تنه سرتېري له نظامي زده کړو فارغ شول.

د چارواکو په وینا د ظرفیت لوړونې له ۱۵ ورځني کورس څخه ۲۴ استادان، د ماین پیژندنې له یوه اونۍ کورس څخه ۴۵ انجینران، ۳۷ د ساحې د معاینې له یوه اوونیز سیمینار څخه، ۲۵ ښوونکي له درې ورځني سمینار څخه او ۷۷ تنه ساتونکي له ۳۰ ورځینیو زده کړو څخه فارغ شول.

Leave a reply