د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۴۳۸ تنه سرتېري له نظامي زده کړو فارغ شول.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۴۳۸ تنه سرتېري له نظامي زده کړو فارغ شول.
25 اکتوبر 2022
د هلمند ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې د یاد خبر پخلی کړی او خپله خبرپاڼه کې یې ویلي:
داکاډمۍ استاد شېخ مولوي حماس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د خوښۍ ځای دی چي نن ۴۳۸ تنه سرتیري چي په اسلامي اصولو سمبال دي خپل نظامي زده کړي پای ته رسوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کیږي.
نوموړي وویل موږ بشپړ ډاډه یو چي دا فارغه شوي سرتیري به ولس ته نه ستړی کېدونکي خدمت کوي، د دې ولس په خدمت کي به هیڅکله ستړي نه شي او دوی به د اسلام اوچت ساتلو لپاره بشپړ کار کوي.
اړوند موضوعات
افغان طالبانو د افغان پولیسو نوې یونیفور نمایش ته وړاندې کړې
غونډه کې د هلمند والي تازه فارغ سویو سرتېرو ته خپلو خبرو کې وویل: خپل ذهن مو د وطن پر ابادۍ جوړ کړئ، د ولس سره نېک چلند وکړئ، تقوا غوره کړئ چي الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم در څخه خوشحاله شي او خپله دنده مو په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړئ.