کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د نشه يي توکو د توليد او پلور په تور څلور تنه نیول شوي.

0
189

کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د نشه يي توکو د توليد او پلور په تور څلور تنه نیول شوي.

29 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې منسوبینو کابل کې ۴ تنه د نشه یي توکو د تولید او پلور په تور نیولي.

خبر زیاتوي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د کشف تخنیکي تدقیق ریاست منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار دوهمې، شپږمې او اوولسمې ناحیو څخه د نشه یی توکو د تولید او پلور په تور څلور تنه ونیول.

اړوند موضوعات

کورنیو چارو وزارت: د هیواد پلازمینې په شمول لسو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو ۳۲ تنه نیول شوي.

 

په دغو عملياتو کې له نيول شويو کسانو څخه (۷۱) کیلو د چرسو په نامه نشه یي توکي نیول شوي دي.

Leave a reply