کورنیو چارو وزارت: د هیواد پلازمینې په شمول لسو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو ۳۲ تنه نیول شوي.

0
303

کورنیو چارو وزارت: د هیواد پلازمینې په شمول لسو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو ۳۲ تنه نیول شوي.

28 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند پولیسو د هیواد د پلازمینې په شمول لسو ولایتونو کې ۳۲ تنه مجرمین نیول شوي.

 

خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۲ کسه د غلاوو، جعلي اسنادو، الکولي مشروباتو، اخلاقي فساد او قاچاق په تړاو په پلازمېنه کابل، پروان، پکتيا، هرات، فراه، بلخ، کندهار، غزني، دایکندي او جوزجان ولایتونو کې نيول شوي دي.

 

خبر زیاتوي د دغه نیول شوو مجرمینو له منځه يې، دوه تنه د اسنادو د جعلي کولو او ۵ تنه غله په کابل، يو غل او دوه تنه نور د اخلاقي فساد په تړاو په پروان، يو غل په پکتيا، ۱۱ تنه د اخلاقي فساد او قمار وهونې په تړاو په هرات، يو غل په فراه، دوه تنه نور د اخلاقي فساد په تړاو په بلخ کې نيول شوي دي.

همدا راز دوه تنه له غزني ولايت څخه د جعلي کارتونو په ذریعه د خلکو ځورولو په تړاو، دوه تنه له کندهار ولايت څخه د خوراکي توکو د قاچاق په تړاو، يو تن له دايکنډي څخه د غلا په تړاو او دوه تنه نور جوزجان ولايت کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور ونيول شول.

اړوند موضوعات

کورنیو چارو وزارت: جوزجان کې سلګونه پولیسو ته ځانګړی یونیفورم توزیع شو.

 

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې دا هم راغلي چې دغه راز د خوست او هرات له ولايتونو څخه دوه غلا شوي موټر هم د پوليسو له خوا کشف او د هغوى خاوندانو ته وسپارل شول.

حماد

Leave a reply